پاکستان د اروپايي اتحاديې له پریکړې خوښي څرګنده کړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i130420-پاکستان_د_اروپايي_اتحاديې_له_پریکړې_خوښي_څرګنده_کړه
د پاکستان د خارجه وزارت ویاندې: دا کار د ۲۰۲۲ کال په نومبر کښې له ورته لیسټه د پاکستان د لرې کولو لپاره د انګلستان په فیصلې پسې شوی دی
(last modified 2023-03-30T23:34:57+00:00 )
Mar 31, 2023 04:02 Asia/Kabul
  • پاکستان د اروپايي اتحاديې له پریکړې خوښي څرګنده کړه

د پاکستان د خارجه وزارت ویاندې: دا کار د ۲۰۲۲ کال په نومبر کښې له ورته لیسټه د پاکستان د لرې کولو لپاره د انګلستان په فیصلې پسې شوی دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مني لانډرنګ او د ترهګرۍ د مالي تامین له خطر سره د مخامخ هیوادونو له لړلیکه د دغه هیواد د نوم د لرې کولو لپاره د اروپايي اتحادیې د پریکړې هرکلی وکړ.

د پاکستان د خارجه وزارت ویاندوې ممتاز زهرا بلوچ پرون په یوې خبرپاڼې کښې وویل: د اروپايي اتحادیې دا فیصله د ترهګرو له مالي تامین سره په مقابلې پورې په اړونده مسائلو باندې په برلاسي کښې د پاکستان د ښه کړچار په معنا دی چې د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت پیژندل شوی دی.

د پاکستان د خارجه وزارت ویاندې زیاته کړه: دا کار د ۲۰۲۲ کال په نومبر کښې له ورته لیسټه د پاکستان د لرې کولو لپاره د انګلستان په فیصلې پسې شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغې خبرپاڼې په وروستۍ برخه کښې راوړي دي چې اسلام آباد له پيسو وینځلو سره په مبارزې او د ترهګرۍ د مالي تامین سره په مقابله کښې له نړیوالې ټولنې سره ملګرتیا ته خپل چمتووالی اعلان کړی او باوري دی چې دا دوه اړخیزې ملګرتیاوې د طرفینو له اقتصادي سوکالتیا او پراختیا سره له مخکښې نه زیاته مرسته کوي.