افغانستان ته د پاکستان د شیانو صادرات زیات شوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i130766-افغانستان_ته_د_پاکستان_د_شیانو_صادرات_زیات_شوي
زمونږ خبریال راپور راکړی په تیرو اتو میاشتو کښې افغانستان ته د پاکستان صادرات د تیر میلادي کال په نسبت اولس اعشاریه دوه فیصده زیات شوی دی.
(last modified 2023-04-06T21:02:41+00:00 )
Apr 07, 2023 01:21 Asia/Kabul
  • افغانستان ته د پاکستان د شیانو صادرات زیات شوي

زمونږ خبریال راپور راکړی په تیرو اتو میاشتو کښې افغانستان ته د پاکستان صادرات د تیر میلادي کال په نسبت اولس اعشاریه دوه فیصده زیات شوی دی.

.

د پاکستان حکومتي بانک پرون وویل په تیرو اتو میاشتو کښې افغانستان ته د پاکستان صادرات اولس اعشاریه دوه فیصده زیات شوي او د تیر کال په نسبت درې سوه شپږ څلویښت میلیونه ډالرو ته رسیدلي دي.

د دغه راپور پراساس په همدغه موده کښې له افغانستان څخه پاکستان ته د شیانو واردات اته اتیا فیصده کم شوي او یوسل نولس میلیونه ډالرو ته رسیدلي دي.

سره له دې پاکستان د افغانستان مهم تجارتي شریک دی او افغانستان د خپل د ضرورت وړ شیان له پاکستان څخه واردوي او یا پاکستان ته شیان صادروي.

پاکستان له افغانستان څخه زیاتې میوې او د ډبرو سکره وارودي او په مقابل کښې پاکستان افغانستان ته زیات خوراکي شیان استوي.