امریکې ته د پاکستان د اقتصاد د وزیر سفر لغو شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i130872-امریکې_ته_د_پاکستان_د_اقتصاد_د_وزیر_سفر_لغو_شو
د پاکستان د اقتصاد وزیر د کورني سیاسي ګډوډي په وجه د پیسو د نړیوال صندوق(آيي، ایم، ایف) او نړیوال بانک په غونډه کښې ګډون نه کوي.
(last modified 2023-04-08T23:29:37+00:00 )
Apr 09, 2023 03:56 Asia/Kabul
  • امریکې ته د پاکستان د اقتصاد د وزیر سفر لغو شو

د پاکستان د اقتصاد وزیر د کورني سیاسي ګډوډي په وجه د پیسو د نړیوال صندوق(آيي، ایم، ایف) او نړیوال بانک په غونډه کښې ګډون نه کوي.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، اسحاق ډار واشنګټن ته خپل سفر د کورني سیاسي ګډوډي په وجه لغو کړ او د پيسو د نړیوال صندوق او نړیوال بانک په پسرلیزه غونډه کښې ګډون نه کوي.

ټاکل شوې وه چې اسحاق ډار د آيي، ایم، ایف او «ورلډ بینک» له جګ پوړو چارواکو سره د پاکستان د بودجې د تامین او د اسلام آباد له خوا د قسطونو د کړکیچ د مخنیوي لپاره خبرې اترې وکړي.

تیره اونۍ وویل شول چې د پيسو له نړیوال صندوق څخه د پاکستان د پور اخیستو په پروګرام کښې د ځنډ په وجه د دغه هیواد د روپۍ ارزښت ډیر کم شوی دی او د هر ډالر بیه ۲۸۸ روپیو ته رسیدلې ده.