د پاکستان د پارلیمان مشر د ایران له دریځونو ملاتړ وکړ
د پاکستان د ملي پارلیمان(قومي اسمبلۍ) مشر په سیمه ایزو ا نړیوالو مسائلو کښې له پاکستان څخه د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړونو په قدرونې سره وویل: اسلام آباد هم د ایټمي موافقې او د بشري حقوقو په بحث کښې د تهران ملاتړی دی.

راجا پرویز اشرف پرون په پاکستان کښې د ایران د سفیر سید محمد علي حسیني سره په کتنه کښې، په ټولو برخو کښې له ایران سره د لرغونې دوستۍ د پیاوړتیا لپاره د پاکستان د حکومت په ژمنوالي باندې ټینګار وکړ.
هغه زیاته کړه چې د پاکستان پارلیمان د اقتصادي او سوداګري برخو په شمول د ګډو ملګرتیاؤ د زیاتولو لپاره د ایران او پاکستان د حکومتونو د مرستې په لړ کښې د ایران له اسلامي شورا(پارلیمان) سره د اړیکو پراخولو ته چمتو دی.
د پاکستان د پارلیمان مشر د ایران او عربستان د سفارتي اړیکو له احیا څخه د خوښۍ په څرګندولو سره، ایران ته د دغې بریا مبارکي ورکړه او څرګنده یې کړه: دا بدلون د اسلامي نړۍ لپاره د خیر او برکت او د وحدت د پياوړتیا او د مسلمانانو مخې ته د پرتو ننګونو د ختمیدو د لارې د هواریدو لامل کیږي.