پاکستان کابل ته  دخپل سفارت ډيپلوماټان بیرته لیږي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i131416-پاکستان_کابل_ته_دخپل_سفارت_ډيپلوماټان_بیرته_لیږي
په کابل کې د پاکستان پر سفارت په ډزو کې چې داعش ئې پړه په غاړه اخستې وه ، د سفارت یو ساتونکی وژل شوی ؤ.
(last modified 2023-04-17T03:13:57+00:00 )
Apr 17, 2023 07:39 Asia/Kabul
  • پاکستان کابل ته  دخپل سفارت ډيپلوماټان بیرته لیږي

په کابل کې د پاکستان پر سفارت په ډزو کې چې داعش ئې پړه په غاړه اخستې وه ، د سفارت یو ساتونکی وژل شوی ؤ.

 

په افغانستان کې د پاکستان د سفارت عمله  چې په کابل کې په دغه ډيپلوماټيک دفتر باندې له حملې وروسته خپل هیواد ته تللې وه ،  د طالبانو په غوښته بیرته کابل ته ګرځي.

په کابل کې د پاکستان پر سفارت د ۲۰۲۲کال په دسمبر کې ناپيژاندو مخ پټو حمله کړې وه  چې  له دې پیښې وروسته ددغه هیواد سلایار  له افغانستانه تللی ؤ.

 اوس رسندویو  د طالبانو د موقته حکومت  په غوښته د عبیدالرحمن نظاماني  دبیرته ستنیدا خبر  ورکړی دی.

مهر خبری آژانس راپور ورکړی، په افغانستان کې خبرو سرچینو وئيلي دي ، د پاکستان سفارت دغه ډيپلوماټ ډير زر بیرته کابل ته ګرځي.

داپه داسې حال کې دي چې رسندویو پخپلو وروستیو راپورونو کې وئيلي دي ،د پاکستان  خارجه وزیر بلاؤل بهټو زرداري  د افغانستان   د موقته حکومت د خارجه وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره په ټيلیفوني تماس کې مشورې کړي او دځينو مهمو خبرو په  خاطر ئې هغه ته  پاکستان  ته دسفر بلنه ورکړې ده او په همدغو خبرو کې  کابل ته د پاکستان د سفارت د سلایار د بیرته ستنیدا خبره هم شوې ده.

په کابل کې د پاکستان پر سفارت په ډزو کې چې داعش ئې پړه په غاړه اخستې وه ، د سفارت یو ساتونکی وژل شوی ؤ.