پاکستان کې بېلا بېلو پېښو کې ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د پاکستان په اسلام اباد، وزیرستان، سند او خیبرپښتونخوا سیمو کې د بېلا بېلو پېښو پر مهال د دوو پولیسو په ګډون ۷ تنه وژل شوي او د یو پولیس په ګډون درې نور ټپيان شوي دي.
پاکستان کې بېلا بېلو پېښو کې ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د پاکستان په اسلام اباد، وزیرستان، سند او خیبرپښتونخوا سیمو کې د بېلا بېلو پېښو پر مهال د دوو پولیسو په ګډون ۷ تنه وژل شوي او د یو پولیس په ګډون درې نور ټپيان شوي دي.
د را پورونو له مخې اسلام اباد کې یوې محکمې ته لیږدونکی بندي د یو تن له لورې په دزو وژل شوی، خو پولیسو قاتل د یو میل تفنګچې سره یو ځای نیولی، همدا راز د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو او پېښو کې څلور تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د یو بل خبر له مخې د سندې صوبې په ګوټکې سیمه کې وسله والو د پولیسو په یوې پوستو برید کړی چې له امله یې دوه بولیس وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
په سیمه کې پولیس وایي، برید کوونکي په تېښته بریالي شوي، خو د نیولو په موخه یې عملیات جریان لري.
په ورته وخت کې د شمالي وزیرستان په میرانشاه بازار کې له یوه خصوصي بانک څخه درې نقاب پوشانو لس میلیونه پاکستانۍ کلدارې لوټ کړي.
پولیس وایي، یادو کسانو د بانک کارمندان یرغمل کړي وو او د پیسو له لوټ کولو وروسته په موټر کې پخپله مخه تللي.
بلخوا د خیبرپښتونخوا په نوشهره سیمه کې پولیسو د یو افغان په مشرۍ د لارې شوونکو یوه اوه کسیزه ډله نیولې چې په کې یو د سیمه ییزې محکمې ساتوونکی هم شامل دی.
پولیس وایي، له دوی ۵ میلیونه او درې سوه زره پاکستانۍ کلدارې او یوه تفنګچه هم نیول شوې، خو د کسانو د نیول کېدو وروسته د یادې ډلې افغان مشر په تېښته بریالی شوی او اټکل کیږي چې افغانستان ته تللی وي.