د سوات د تیرې چاودنې لامل ترهګره حمله نه وه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i131872-د_سوات_د_تیرې_چاودنې_لامل_ترهګره_حمله_نه_وه
د پاکستان پولیسو په خیبر پښتونخوا صوبه کښې د ترهګرۍ ضده مرکز د چاودنو د ترهګروالي احتمال رد کړی دی
(last modified 2023-04-25T22:38:42+00:00 )
Apr 26, 2023 03:07 Asia/Kabul
  • د سوات د تیرې چاودنې لامل ترهګره حمله نه وه

د پاکستان پولیسو په خیبر پښتونخوا صوبه کښې د ترهګرۍ ضده مرکز د چاودنو د ترهګروالي احتمال رد کړی دی

وړمه ورځ د سوات په کبل سیمه کښې په یو ترهګرۍ ضده مرکز کښې زورورو چاودنو دروند تاوان واړوه او لسګونه کسان یې مړه او ژوبل کړل. له چاودنو وروسته پولیسو د چاودنو د اصلي علت او سرچینې د معلومولو لپاره تحقیقات او هلې ځلې پیل کړې.

د پاکستان پولیسو پرون وویل چې د چاودنو لامل ترهګره حمله نه وه بلکې د پولیسو د دغه مرکز د بریښنا په تاسیساتو کښې د خرابي او اور لګیدنې له امله رامینځته شوې ده.

دا په داسې حال کښې دي چې په خیبر پښتونخوا صوبه کښې د پاکستان د تحریکِ طالبان ترهګرې ډلې پراخ فعالیت ته په پام سره ګمان کیده چې دغه پیښه د ځانمرګي برید له امله رامینځته شوې وي.

د وروستیو معلوماتو له مخې د یادې چاودنې له امله د مړو شمیر ۱۷ تنه او د زخمیانو شمیر ۵۰ تنه اعلان شوی دی.

پولیس وايي چې دوه ملکي وګړي هم چې د چاودنې په وخت د دغه مرکز مخې ته تیریدل، مړه شوي دي. په یادې چاودنې کښې پنځه تنه نیول شوي تندلاري هم مړه دي او نور مړي په یاد مرکز کښې کارکوونکي امنیتي ځواکونه وو.

له بلې خوا د پاکستان د جماعتِ اسلامي ګوند مشر سراج الحق د کبل د چاودنې په هکله د حکومت دغه دریځ رد کړی دی او وايي چې د چاودنې په اړه یې قضايي تحقیقات وشي.