د پاکستان د جماعتِ اسلامي مشر له طالب چارواکي سره وکتل
Apr 26, 2023 03:08 Asia/Kabul
-
فایل فوټو
د پاکستان د جماعتِ اسلامي ګوند مشر د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت له سرپرست سره ملاقات کړی دی
مولوي سراج الحق په افغانستان کښې د طالبانو د موقته حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره کتلي او د نظر تبادله وکړه.
دواړو لورو د سیمېد سیاسي حالت پر څیړنې سربیره، د پاکستان او افغانستان د ملګرتیا په ضرورت باندې ټینګار وکړ.
مولوي سراج الحق پاکستان او افغانستان (وروڼه) وبلل او په سیمه کښې د صلحې او پراختیا د لوړتیا لپاره یې د دواړو هیوادونو د ملګرتیا پر ضرورت تاکید وکړ.
متقي په دغې کتنې کښې د دواړو هیوادونو د اړیکو د پیاوړتیا په موخه پاکستان ته د سفر کولو خبر ورکړ.
ټیګونه