تهران او ریاض په سیمه کې زموږ مهم ملګري دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i132048-تهران_او_ریاض_په_سیمه_کې_زموږ_مهم_ملګري_دي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د ایران او سعودي عربستان د اړیکو د عادي کولو لپاره د دغه هېواد په ملاتړ په ټینګار سره، تهران او ریاض په سیمه کې د اسلام آباد مهم ملګري وبلل.
(last modified 2023-04-28T21:47:24+00:00 )
Apr 29, 2023 02:15 Asia/Kabul
  •  تهران او ریاض په سیمه کې زموږ مهم ملګري دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د ایران او سعودي عربستان د اړیکو د عادي کولو لپاره د دغه هېواد په ملاتړ په ټینګار سره، تهران او ریاض په سیمه کې د اسلام آباد مهم ملګري وبلل.

د ایرنا د خبر له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ په اسلام آباد کې د خپلې اونیزې خبري غونډې په ترڅ کې د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل: پاکستان د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو د بیا پیلېدو تود هرکلی کوي او هغه د سیمې په ګټه بولي.

هغې زیاته کړه تهران او ریاض په سیمه کې زموږ مهم ملګري دي او موږ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره د دغو دوو وروڼو هېوادونو د هلو ځلو ملاتړ کوو او د لا زیاتو اقداماتو لپاره یې هڅوو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې همدارنګه له ایران څخه د ګازو د لېږد پلان په اړه وویل چې دا د اسلام اباد لپاره یوه مهمه پروژه ده او موږ له اړوندو بنسټونو سره په تماس کې یو.