د ترکمنستان ګیس د افغانستان له خاورې پاکستان ته منتقلیږي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i132084-د_ترکمنستان_ګیس_د_افغانستان_له_خاورې_پاکستان_ته_منتقلیږي
د ترکمنستان یو خصوصي شرکت د دغه هیواد ګیس د افغانستان له لارې پاکستان ته منتقلوي
(last modified 2023-04-29T22:46:23+00:00 )
Apr 30, 2023 03:10 Asia/Kabul
  • د ترکمنستان ګیس د افغانستان له خاورې پاکستان ته منتقلیږي

د ترکمنستان یو خصوصي شرکت د دغه هیواد ګیس د افغانستان له لارې پاکستان ته منتقلوي

د افغان غږ خبري آژانس په لیکنه، د (یاسر باسر) په نامه پرائیویټ شرکت پرون په قندهار ولایت کښې په یولړ دستورو کښې د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د ګیس د رسولو ذمه واري په غاړه واخیستله.

د دغه نړیوال شرکت مشر حاجي روزي خان په دغو دستورو کښې وویل: ترکمنستان به له دې مخکښې پاکستان ته د ګیس د انتقال لپاره یوه بله لاره کاروله خو اوس په افغانستان کښې د صلحې او امنیت د ټینګیدو په وجه د ترکمنستان ګیس د دې هیواد د سوداګرۍ او پانګونې د خونې په ملګرتیا، له دغه هیواده پاکستان ته منتقلیږي.

د طالبانو تر کڼټرول لاندې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې سرپرست محمد یونس مهمند هم د ګیس د انتقال د لارې لنډیدو ته په اشارې سره، د دغې غوښتنې پوره کیدل د هیواد د ترقۍ لپاره ګټه ور وبلل.