پاکستان طالبانو سره د خبرو اترو لپاره مرسته کوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i132274-پاکستان_طالبانو_سره_د_خبرو_اترو_لپاره_مرسته_کوي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې حنا رباني کهر د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوترش سره په لیدنه کې ویلي، هېواد به یې له طالبانو سره د باور وړ خبرو اترو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.
(last modified 2023-05-03T04:20:25+00:00 )
May 03, 2023 08:47 Asia/Kabul
  • پاکستان طالبانو سره د خبرو اترو لپاره مرسته کوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې حنا رباني کهر د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوترش سره په لیدنه کې ویلي، هېواد به یې له طالبانو سره د باور وړ خبرو اترو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.

د اوا له راپور سره سم، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله حنا رباني کهر له ګوترش سره په لیدنه کې یې ویلي، چې پاکستان به له طالبانو سره د باور وړ خبرو اترو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیاله تېره شپه په خپل ټوېټر کې لیکلي چې د پاکستان هدف د افغانانو د بېړنیو بشري اړتیاوو په پوره کولو او د دوی لپاره د دوامداره اقتصادي فرصتونو په رامنځته کولو متمرکز دی.

هغې زیاته کړې چې د دوحې د ناستې په څنډه کې یې د امریکا، روسیې او چین له استازو سره د افغانستان د چارو په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان په اړه په دوحه کې غونډه پرون د ملګرو ملتونو په کوربه توب او د افغانستان په اړه د نړۍ د څه باندې شلو هېوادونو د ځانګړو استازو په حضور کې د تړلو دروازو تر شا پیل شوه.