افغانستان د نړیوال ثبات او د سولې کلید ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i132404-افغانستان_د_نړیوال_ثبات_او_د_سولې_کلید_ده
شفقنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د شانګهاي د ملګرتیا موسسې په غونډې کښې افغانستان د نړیوال ثبات او د سولې کلید وبلله.
(last modified 2023-05-05T20:53:10+00:00 )
May 06, 2023 01:20 Asia/Kabul
  • افغانستان د نړیوال ثبات او د سولې کلید ده

شفقنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د شانګهاي د ملګرتیا موسسې په غونډې کښې افغانستان د نړیوال ثبات او د سولې کلید وبلله.

هغه په دغه غونډې کښې د یوه سوله ئیز او د با ثباته افغانستان په اهمیت ټینګار وکړ.

بلاول بوټو زرداري وویل په افغانستان کښې د سولې او د ثبات ټینګیدل د سیمې د پیوستون او د اقتصادي ملګرتیا او دغه راز د نړیوال ثبات او د سولې کلید ده.

هغه دغه راز د ترهګرۍ د ګواښ په کامل ډول د ختمیدا غوښتنه وکړه او د ډيپلوماټیک امتیاز د ترلاسه کولو لپاره له ترهګرۍ څخه ګټه پورته کول یې مردود وبلل.