دپاکستان سپریم کورټ د عمران خان نیولل غیر قانوني وبلل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i132724-دپاکستان_سپریم_کورټ_د_عمران_خان_نیولل_غیر_قانوني_وبلل
د سپریم کورټ مشر قاضي  د عمران خان په موجودګې د ځينو قانوني  مادو  په بیانولو او دغه راز د  عدالت دبې احترامۍ په یادولو سره  امر صادر کړی چې د عمران خان نیولل کیدل  غیر قانوني ده او دی دې سملاسی  خوشي کړائ شي.
(last modified 2023-05-11T08:51:59+00:00 )
May 11, 2023 13:13 Asia/Kabul
  • دپاکستان سپریم کورټ د عمران خان نیولل غیر قانوني وبلل

د سپریم کورټ مشر قاضي  د عمران خان په موجودګې د ځينو قانوني  مادو  په بیانولو او دغه راز د  عدالت دبې احترامۍ په یادولو سره  امر صادر کړی چې د عمران خان نیولل کیدل  غیر قانوني ده او دی دې سملاسی  خوشي کړائ شي.

زمونږخبریال د دنیا نیوز له قوله راپور راکړ، د پاکستان  سترې محکمې یا سپریم کورټ نن په یوه فوري حکم کې  امر وکړ چې تر یوې ګنټې پورې دې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر او پخوانی لومړی وزیر عمران خان  سپریم کورټ ته حاضر کړئ شي،نو  حکومتي ادارو په دغه فرمان په عمل کولو سره  په یوه ساعت کې عمران  داحستاب ادارې  د مامورانو په تدبیرونو سره   سپریم کورټ ته حاضر کړ. 

په راپور کې ووئيل شول  چې د سپریم کورټ مشر قاضي  د عمران خان په موجودګې د ځينو قانوني  مادو  په بیانولو او دغه راز د  عدالت دبې احترامۍ په یادولو سره  امر صادر کړی چې د عمران خان نیولل کیدل  غیر قانوني ده او دی دې سملاسی  خوشي کړائ شي.