د 'حقیقي آزادۍ' لپاره به تر وروستۍ څاڅکې وینې مبارزه کوم
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i132884-د_'حقیقي_آزادۍ'_لپاره_به_تر_وروستۍ_څاڅکې_وینې_مبارزه_کوم
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان پاکستاني ولس ته په خطاب کې ویلي، چې د 'حقیقي آزادۍ' لپاره به تر هغو مبارزه کوي، چې وجود کې یې یوه څاڅکې وینه پاتې وي.
(last modified 2023-10-10T09:55:45+00:00 )
May 15, 2023 01:22 Asia/Kabul
  • د 'حقیقي آزادۍ' لپاره به تر وروستۍ څاڅکې وینې مبارزه کوم

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان پاکستاني ولس ته په خطاب کې ویلي، چې د 'حقیقي آزادۍ' لپاره به تر هغو مبارزه کوي، چې وجود کې یې یوه څاڅکې وینه پاتې وي.

عمران خان په یو لوړ ټویټونو کې پر پاکستاني وګړو غږ کړی چې هېچا ته سر ټیټ نه کړي.

نوموړي لیکلي، هغه هېوادونه چې بې‌عدالي او د ځنګل قانون پکې حاکم وي، ډېر وخت نه پاتې کېږي.

عمران خان تر دې وړاندې له خوشي کېدو وروسته، د بریتانیا له 'سکای نیوز' ټلویزیوني شبکې سره مرکه کې ویلي وو، د پاکستان حکومت او اېسټبلېشمېنټ ترې په وېره کې دي.