د افغانستان درست ګاونډیان امنیتی اندیښنه لري
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i134042-د_افغانستان_درست_ګاونډیان_امنیتی_اندیښنه_لري
له دې مخکې هم  د پاکستان خارجه وزیر بلاؤل بهټو زرداری  د افغانستان د طالبانو حکومت  ته په تیره بیا  له دغه هیواده  دپاکستان پر خاورې د حملو به باب خبرداری ورکړی او وئيلي ئې دي، که په افغانستان کې  د طالبانو د حکومت او نړۍ له خوا  ترهه ګر ګواښونه جدي ونه ګڼل شي ، نو په ځان پسې به بوږنونکي نتیجې ولري.
(last modified 2023-06-08T20:15:37+00:00 )
Jun 07, 2023 02:00 Asia/Kabul
  • د افغانستان درست ګاونډیان امنیتی اندیښنه لري

له دې مخکې هم  د پاکستان خارجه وزیر بلاؤل بهټو زرداری  د افغانستان د طالبانو حکومت  ته په تیره بیا  له دغه هیواده  دپاکستان پر خاورې د حملو به باب خبرداری ورکړی او وئيلي ئې دي، که په افغانستان کې  د طالبانو د حکومت او نړۍ له خوا  ترهه ګر ګواښونه جدي ونه ګڼل شي ، نو په ځان پسې به بوږنونکي نتیجې ولري.

 د  افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي  آصف علی خان دراني  په یولړ څرګندونو کې د افغانستان حالاتو ته په پام سره ووئيل،   د  افغانستان درست ګاونډي هیوادونه  امنیتی اندیښنې لري  چې باید  د افغانستان اوسني واکوالان ورته  جدي پام وکړي.

ایرنا خبری آژانس راپور ور کړ،  د   افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي آصف علی خان دراني  د پاکستان  دامنیتی مطالعاتو او څيړنو له مرکز سره په یوې خصوصي مرکې کې ووئيل،  د افغانستان اوسنی  حکومت  اجازت نه لری،  دخپلې خوښې  کړنې او  لارې ته دوام ورکړي او ددغه هیواد درست  ګاونډیان امینتی اندیښنې لری چې باید د طالبانو  حکومت  ورته جدي پام وکړي.

هغه دې ته په اشارې سره چې  افغانستان تر دې دمه په کافی اندازه  باثباته او تل باتې امنیت  نه لری ،زیاته کړه، د افغانستان ګاونډیان  له دغه هیواد سره د خبلو درستو پولو کې عمومی امنیت غواړي.