د ایران او پاکستان سمندري ملګرتیا پراخیږي
د ایران د اسلامي جمهوریت د بوځ د سمندري ځواک قومندان له پاکستان سره په سمندري برخه کښې د دوه اړخیزو ملګرتیاؤ او پوځي اړیکو پر پیاوړتیا تاکید وکړ
امیرالبحر «شهرام ایراني» چې د پاکستان د سمندري ځواک د قومندان «محمد امجد خان نیازی» په بلنه، د یو جګ پوړي پوځي پلاوي په مشرۍ پاکستان ته تلی دی، وویل: د ایران او پاکستان سمندري پوځونه د روزنې او دفاعي او سمندري ملګرتیا او هم داشان په مرکب پوځي مشقونو کښې ښه تعاملات لري.
د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري ځواک قومندان د ایران او پاکستان د سمندري ځواکونو د اوسنیو اړیکو له سویې د خوښۍ په څرګندولو سره، د سږ کال په پاې کښې د ایران، پاکستان، چین او روسیې په ګډون سره د څو ملیتي مانورې د ترسره کیدو خبر ورکړ.
د دفاعي تولیداتو په تیره بیا د سمندي امنیتي په برخه کښې د ایران پرمختګونه د ایران او پاکستان د سمندري ځواکونو د چارواکو د خبرواترو یو بل چورلیز اعلان شوی دی.
د ایران د سمندري ځواک قومندان پرون د پاکستان د پوځ له قومندان «سید عاصم منیر» سره هم ملاقات وکړ او د دواړو ګاونډي هیوادونو ترمینځ د دفاعي او پوځي اړیکو د پراختیا په هکله یې وسره د نظر تبادله وکړه.