پاکستان له ایران سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i134720-پاکستان_له_ایران_سره_د_دوه_اړخیزو_اړیکو_پر_پیاوړتیا_ټینګار_وکړ
د پاکستان د مشرانو جرګې د دفاعي چارو د کمېټې مشر، په ګډ سرحد کې د تهران او اسلام آباد د مشرانو د وروستۍ غونډې پر ارزښت په ټینګار سره ویلي: د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اړیکو ټینګول د پاکستان د امنیت او د انرژۍ د ګټو ضمانت کوي.
(last modified 2023-06-20T23:46:18+00:00 )
Jun 21, 2023 04:07 Asia/Kabul
  • پاکستان له ایران سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

د پاکستان د مشرانو جرګې د دفاعي چارو د کمېټې مشر، په ګډ سرحد کې د تهران او اسلام آباد د مشرانو د وروستۍ غونډې پر ارزښت په ټینګار سره ویلي: د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اړیکو ټینګول د پاکستان د امنیت او د انرژۍ د ګټو ضمانت کوي.

د ایرنا د خبر له مخې، د پاکستان د مشرانو جرګې د دفاعي کمېټې مشر ویلي: د پاکستان د مشرانو جرګې د دفاعي کمېټې غړي، د سرحدي سیمو د امنیت د ټینګولو لپاره د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د ډاډ په موخه، د پاکستان له خوا د ترهګرۍ ضد د یوې فعالې ستراتیژۍ پر اړتیا ټینګار کوي.

د پاکستان د مشرانو جرګې د دفاعي کمېټې مشر، سناتور مشاهد حسین ټینګار کړی، چې له ایران سره د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا، د انرژۍ او د سرحدي امنیت په برخو کې د پاکستان د ګټو ضمانت کوي او دا هغه موضوع ده چې اسلام آباد ورته ډېر ارزښت ورکوي.

مشاهد حسین همداراز ایران ته د پاکستان د لوړ پوړو امنیتي او ډیپلوماتیکو چارواکو د وروستیو سفرونو هرکلی کړی او ویلي دي، چې دغه سفرونه به د دواړو ګاونډیانو ترمنځ د سولې، سرحدي امنیت او اقتصادي اړیکو لپاره مثبتې پایلې ولري.