پاکستان کښې د ګیس سلینډر چاودنې اووه تنه ووژل
Jul 09, 2023 07:32 Asia/Kabul
پاکستان کښې په یو مسافري وین کښې د ګیس سلینډر چاودنه د اوو تنو د مړینې لامل شوه
پاکستان کښې په یو مسافري وین کښې د ګیس سلینډر چاودنه د اوو تنو د مړینې لامل شوه
د ایسوشیئیټډ پریس د خبر له مخې، د پاکستان په پنجاب صوبه کښې پرون په یو مسافري وین کښې د ګیس سلینډر چاودنه د اوو تنو د مړینې او د دیارلسو د ژوبلیدو سبب شوې ده.
دغه ګاډي د ایل این جي سلینډر استعمالوه چې لیک شوی و او وچاودیده.
په زخمیانو کښې ځیني ماشومان دي.
تیره میاشت هم په یو ګاډي کښې د سلینډر د ډزیدو په پیښه کښې د دریو ماشومانو په شمول پنځه کسان مړه شوي او اووه نور ژژوبل شوي وو.
ټیګونه