طالبان دې خپل مسئولیتونه پوره کړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i135706-طالبان_دې_خپل_مسئولیتونه_پوره_کړي
د امنیتي ګواښونو په اړه د پاکستان د اندېښنو په دوام، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاندې یو ځل بیا له طالبانو غوښتي، چې ترهګرو ډلو ته د افغانستان د خاورې د کارولو اجازه ورنه کړي.
(last modified 2023-10-10T09:55:45+00:00 )
Jul 15, 2023 01:06 Asia/Kabul
  • طالبان دې خپل مسئولیتونه پوره کړي

د امنیتي ګواښونو په اړه د پاکستان د اندېښنو په دوام، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاندې یو ځل بیا له طالبانو غوښتي، چې ترهګرو ډلو ته د افغانستان د خاورې د کارولو اجازه ورنه کړي.

د نیشن اف پاکستان ورځپاڼې د راپور له مخې، ممتاز زهرا بلوچ د چنګاښ په ۲۲مه په یوه خبري غونډه کې وویل چې طالبان باید د ترهګرو ډلو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپل مکلفیتونه پوره کړي او د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد ونه کاروي.

هغې یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې اسلام آباد په ټولو برخو کې له طالبانو سره د اړیکو او همکارۍ په برخه؛ په ځانګړې توګه د ګډو اندېښنو په ګډون د “پولې له هغې غاړې د ترهګریزو ګواښونو” د حل په اړه پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

طالبانو تل د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد کار اخیستل رد کړي او ویلي دي چې داسې کړنو ته به اجازه ورنه کړي.