پاکستان د افغانستان د طالبانو په حکومت نیوکه وکړه
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف وویل اسلام اباد هیڅکله داسې فکر نه کاوه چې په افغانستان کښې واک ته د طالبانو ډلې له بیا رسیدا وروسته دغه هیواد د پاکستان د دښمانانو په پناه ځای بدل شي.
هغه پرون وویل د پاکستان حکومت په افغانستان کښې واک ته د طالبانو ډلې په رسیدا خوشحاله شوی و او طالبانو ته یې مبارکۍ هم ورکړي وه خو اسلام اباد نه پوهید چې طالبان له څه مودې وروسته د پاکستان دښمانانو ته پناه ورکوي.
خواجه اصف وویل په تیر یوه کال کښې په افغانستان کښې د تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې مهم کسان وژل شوي دي.
په پاکستان کښې له وروستیو ترهګرو حملو وروسته د اسلام اباد چارواکو وویل د تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې غړي په افغانستان کښې امن پناه ځایونه لري او له دغو امن ځایونو په پاکستان کښې حملې پلانوي.
د پاکستان د کورنیو چارو ویر رانا ثنا الله هم پرون وویل د تحریک طالبان پاکستان ډلې غړي د افغانستان او د پاکستان په سرحدي سیمو کښې ژوند کوي او د افغانستان حکومت باید د دغه ډلې غړي له سرحدي سیمو لیرې کړي.