د پاکستان سفیروایی افغان بندیان به ژر خوشې کړو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i136350-د_پاکستان_سفیروایی_افغان_بندیان_به_ژر_خوشې_کړو
حقاني وویل چې غواړي په نږدې راتلونکي کې پاکستان ته سفر وکړي او د افغان کډوالو له پنډغالو څخه د هغوی د ستونزو اورېدو په موخه لیدنه وکړي.
(last modified 2023-07-29T04:34:18+00:00 )
Jul 29, 2023 09:01 Asia/Kabul
  • د پاکستان سفیروایی افغان بندیان به ژر خوشې کړو

حقاني وویل چې غواړي په نږدې راتلونکي کې پاکستان ته سفر وکړي او د افغان کډوالو له پنډغالو څخه د هغوی د ستونزو اورېدو په موخه لیدنه وکړي.

د  طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خليل الرحمن حقانی د افغانستان لپاره د پاکستان له سرپرست سفير عبيد الرحمن نظاماني سره په کتنه کې په پاکستان  کې د بندي افغانانو د ژر تر ژره خوشې کولو غوښتنه وکړه.

د نوموړي دفتر ویلي په دغه کتنه کې په پاکستان کې د مېشتو افغان حاجيانو، پاکستان ته د بیت ا... شریف نه د راغلو افغان حاجيانو د بېرته تګ او د هغو افغانانو پر ستونزو، چې د وړو جرمونو او يا د اسنادو د نه لرلوله امله د پاکستان په زندانونو کې بنديان دي خبرې وشوې.

حقاني وویل چې غواړي په نږدې راتلونکي کې پاکستان ته سفر وکړي او د افغان کډوالو له پنډغالو څخه د هغوی د ستونزو اورېدو په موخه لیدنه وکړي.

نوموړي همدارنګه له پاکستان څخه د افغان کډوالو د کوربه توب له کبله مننه وکړه او د هغو افغانانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه يې وکړه، چې د کوچنیو جرمونو او یا د اسنادو د نه لرولو له امله نیول شوي دي.

په کابل کې د پاکستان سفیر په دغه کتنه کې ژمنه وکړه، چې له بیت ا... شریف څخه راستنېدونکو حاجیانو ته به ویزې ورکوي او افغان بندیان به خوشې کړي.