د پاکستان د چاودنې پړه داعش ومنله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i136462-د_پاکستان_د_چاودنې_پړه_داعش_ومنله
داعش ترهګرې ډلې د پاکستان په باجوړ سیمې کښې د شوې چاودنې مسئولیت په غاړه واخیسته.
(last modified 2023-07-31T23:32:14+00:00 )
Aug 01, 2023 03:59 Asia/Kabul
  • د پاکستان د چاودنې پړه داعش ومنله

داعش ترهګرې ډلې د پاکستان په باجوړ سیمې کښې د شوې چاودنې مسئولیت په غاړه واخیسته.

الجزیره چینل خبر ورکړی چې داعش ترهګرې ډلې پرون وویل چې د اتوار په ورځ په باجوړ سیمه کښې په یوې غونډې کښې شوې چاودنې دوي کړې ده.

دغې چاودنې د هیواد دننه او بهر پراخې غندنې په ځان پسې لرلې دي.

د طالبانو ویاند د پاکستان د چاودنې په غندلو سره وویل: دغه ډله جنایتونه په هیڅ توګه د توجیه وړ نه دي.

ذبیح ا... مجاهد د پاکستان په خیبر پښتونخوا کښې د مولانا فضل الرحمان د ګوند د غړو په غونډه کښې شوې چاودنه وغندله او دغه جنایت یې نه توجیه کیدونکی بللی دی.

همداشان د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش هم دغه ترهګره پیښه په کلکه غندلې ده.

په دغې چاودنې کښې 54 تنه مړه او 83  زخمی شوي دي.