شهباز شریف: پاکستان له هندوستان سره جنګ نه غواړي
د پاکستان وزیراعظم څرګنده کړه چې دغه هیواد له هندوستان سره د جنګ تکل نه کوي او د پاکستان ایټمي توان د تیري لپاره نه بلکې د دفاعي اهدافو لپاره دی.
د فارس خبري آژاس د خبر له مخې، د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ویلي دي چې هیواد یې له هندوستان سره جنګ نه غواړي او هڅه کوي چې له دغه ګاونډي هیواد سره پاتې اختلافات هم حل کړي.
د( آوټ لوک انډیا) ویبسایټ په لیکنه، د پاکستان وزیراعظم په دې خبرې سره چې جنګ یو انتخاب نه دی، وویل، اسلام آباد په ټولو پاتې مسائلو باندې د غور لپاره له هندوستان سره خبرواترو ته تیار دی.
هغه وویل: مونږ چمتو یو چې له ټولو حتی له خپل ګاونډي هندوستان سره خبرې اترې وکړو خو په دې شرط چې دغه ګاونډی هیواد د مسائلو په هکله خبرواترو ته جدیت ولري ځکه چې نور نو جنګ یو انتخاب نه دی.
د پاکستان وزیراعظم د پاکستان او هندوستان ترمینځ د جنګ د تاریخ په هکله هم وویل چې نښته د بې وزلۍ، بیکارۍ او ښوونې، روغتیا او د خلکو د سوکالتیا لپاره د مالي سرچینو د کمیدو لامل کیږي.
هغه وویل چې د پاکستان ایټمي توان د تیري لپاره نه بلکې د دفاعي اهدافو لپاره دی. شهباز شریف ټینګار وکړ چې پاکستان د ایټمي جنګ په تور اړخ ښه خبر دی او هندوستان هم باید په دې مسئلې پوه شي.
شهباز شریف دا څرګندونې د ترهګرۍ او د کشمیر د موضوع په سر د هند او پاکستان په اړیکو کښې د دوامدارې شخړې په مینځومان کښې شوې دي.