په عیسايي ښاریزو باندې له حمله کوونکو سره دې پریکنده چلند وشي
(last modified Thu, 17 Aug 2023 02:10:32 GMT )
Aug 17, 2023 06:40 Asia/Kabul
  • په عیسايي ښاریزو باندې له حمله کوونکو سره دې پریکنده چلند وشي

د پاکستان عبوري وزیراعظم د دغه هیواد په عیسايي ښاریزو باندې له برید کوونکو سره د پریکنده چلند غوښتنه وکړه.

پاکستاني رسنیو د پنجاب صوبې د فیصل آباد ښار د پولیسو له قوله ویلي دي، سلګونه کسانو د څو عیسایانو له خوا د اسلامي مقدساتو د سپکاوي د ادعاؤ په اوریدو سره په قهر شوي او په دغه ښار کښې په موجودو کلیساؤ یې حمله وکړه.

په دغو حملو کښې چا ته د سر تاوان نه دی رسیدلی خو قهریدلو معترضانو څو کلیساوو او د عیسائیانو یو کو سخت تاوان ورسوه.

په دې لړ کښې د پاکستان د انتقالي حکومت وزیراعظم انوار الحق کاکړ پرون په یوې خبرپاڼې کښې د عیسایانو په ځایونو باندې د قهریدلو بریدګرو حمله وغندله او ویې ویل: هیڅوک د اقلیتونو د حقوقو د خلاف ورزۍ حق نه لري او حکومت له له بلواګرو سره سخت چلند وکړي.

په پاکستان کښې د کلیساؤ مشر پادري، د عیسایانو په مقدسو ځایونو باندې د معترضانو د حملې په غبرګون کښې رسنیو ته وویل: بلواګرو د عیسایانو خلاف د دروغو ادعاوې کړې دي او د بیګناه ښاریزو خلاف یې جنایت ترسره کړی دی.