دپاکستان مذهبي ګوندونو په پنجاب کې په کلیسا حمله وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i137284-دپاکستان_مذهبي_ګوندونو_په_پنجاب_کې_په_کلیسا_حمله_وغندله
جړانوالا دپیښو په غندلو کې د پاکستان د اسلامي عقیدتي شورا په بیانیه کې راغلی دی هغه څه چی په دغه ښار کی شوی دي په دین ، د هیواد په قوانینو او اجتماعي ارزښتو کې هیڅ ځای نلري .
(last modified 2023-08-17T22:35:44+00:00 )
Aug 18, 2023 03:02 Asia/Kabul
  • دپاکستان مذهبي ګوندونو په پنجاب کې په کلیسا حمله وغندله

جړانوالا دپیښو په غندلو کې د پاکستان د اسلامي عقیدتي شورا په بیانیه کې راغلی دی هغه څه چی په دغه ښار کی شوی دي په دین ، د هیواد په قوانینو او اجتماعي ارزښتو کې هیڅ ځای نلري .

 

دپاکستاني رسندویو له راپور سره سم د دغه هیواد مذهبی ګوندونو په جړانواله ښار کې د قران کریم د سپکاوی په تور د څو کلیساګانواو د عیسایانو د کورونو سوزول وغندل .

جړانوالا دپیښو په غندلو کې د پاکستان د اسلامي عقیدتي شورا په بیانیه کې راغلی دی هغه څه چی په دغه ښار کی شوی دي په دین ، د هیواد په قوانینو او اجتماعي ارزښتو کې هیڅ ځای نلري .

همداراز د پاکستان جماعت اسلامی ګوند هم د جړنوالا د پیښې په غندلو سره وویل د اسلامي سپیڅلتیاو د سپکاوی په تور د عیسایانو په کلیساګانو او کورونو حمله د اسلام د تعلیماتواو د پاکستان د  اساسی قانون په خلاف دی .

د شورو په ورځ یوشمیر کسانو د یوه عیسایی کس په وسیله د قران کریم د سپکاوی په ادعا  د جړانوالا ښار په عیسایی میشته کوڅې حمله وکړه او څو کلیساګانو او کورونو ته یې اور ورته کړ .