پاکستان د افغانستان له جلاوطن مشرانو سره ملګرتیا نه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i137348-پاکستان_د_افغانستان_له_جلاوطن_مشرانو_سره_ملګرتیا_نه_کوي
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان پخواني دفاع وزیر خواجه محمد اصف وویل چې اسلام اباد به د افغانستان له جلاوطن شویو مشرانو سره ملګرتیا ونکړي.
(last modified 2023-08-19T09:29:10+00:00 )
Aug 19, 2023 12:13 Asia/Kabul
  • پاکستان د افغانستان له جلاوطن مشرانو سره ملګرتیا نه کوي

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان پخواني دفاع وزیر خواجه محمد اصف وویل چې اسلام اباد به د افغانستان له جلاوطن شویو مشرانو سره ملګرتیا ونکړي.

هغه په دې خبرې سره چې د افغانستان د طالبانو حکومت د اسلام اباد ضد ترهګرو ډلو سره د مقابلې په هکله په خپلو ژمنو باندې عمل نه کوي وویل سره له دې پاکستان د افغانستان له جلاوطن شویو مشرانو سره د ملګرتیا لپاره هیڅ ګروهنه نلري او د افغانستان په چارو کښې لاسوهنه نه کوي.

خواجه اصف وویل د افغانستان د باندې د دغه هیواد د سیاسي مشرانو شتون د کابل مشکل وباله او ویې ویل پاکستان په دغو چارو کښې د لاسوهنې او د ملګرتیا کولو غوښتونکی نه دی.

هغه وویل د پاکستان پرضد د افغانستان له خاورې د حملو د غږمله کیدا په هکله د ثبوتونو د ترلاسه کیدا په بڼه کښې به اسلام اباد د خپلې خاورې د دفاع کولو لپاره زور وکاروي.

د پاکستان پخواني دفاع وزیر خواجه اصف وویل د افغانستان له طالبانو څخه له غوښتنو سره سره د افغانستان له خاورې د پاکستان په خاوره کښې د تحریک طالبان پاکستان ډلې حملې زیاتې شوي دي.

هغه ادعا وکړه په دوې کښې ډیرې حملې د افغانستان له خاورې شوي دي او طالبان یې باید مسوولیت ومني او په خپلو ژمنو باندې عمل وکړي ګڼي پاکستان به د خپلې خاورې د دفاع کولو حق ولري.