پاکستان کښې د ملګروملتونو د سوله ساتي ځواکونو غونډه کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i137748-پاکستان_کښې_د_ملګروملتونو_د_سوله_ساتي_ځواکونو_غونډه_کیږي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ملګروملتونو د سولې ساتنې د پروګرام د غړیو هیوادونو غونډه د پاکستان په کوربه توب ترسره کیږي.
(last modified 2023-08-29T05:38:39+00:00 )
Aug 29, 2023 09:55 Asia/Kabul
  • پاکستان کښې د ملګروملتونو د سوله ساتي ځواکونو غونډه کیږي

زمونږ خبریال راپور راکړی د ملګروملتونو د سولې ساتنې د پروګرام د غړیو هیوادونو غونډه د پاکستان په کوربه توب ترسره کیږي.

ډان نیوز خبري سایټ راپور ورکړی د ملګروملتونو د سوله ساتي ځواکونو د امنیت او د ایمن په نوم سره د ملګروملتونو د سوله ساتنې د غړیو هیوادونو غونډه به له سبا څخه تر دوو ورځو پورې د پاکستان په پلازمینې اسلام اباد کې جوړه شي.

خبري سرچیننو په دې خبرې سره چې پاکستان او جاپان په ګډه د دغه غونډې کوربه توب پرغاړه لري وویل دغه غونډه د اسلام اباد د نړیوالې سولې او د ثبات په مرکز کښې ترسره کیږي  او ګډون کونکي هیوادونه به د ملګروملتونو د سولې د ساتنې په پروګرام کښې د ملګرتیا د پیاوړتیا د لارو چارو او پروګرامونو په زمینه کښې بیلابیل سیمنارونه ، ورکشاپونه او روزنې وکړي.

د پاکستان دفاع وزیر دغه دوه ورځنۍ غونډې ته وینا وکړي.

پاکستان په سیاسي او عملیاتي سویه د ملګروملتونو د سوله ساتي ځواکونو په زمینه کښې یو فعال لوبغاړی دی او دغه هیواد د ملګروملتونو د سوله ساتي ځواکونو لپاره د عسکرو د استولو یو ستر ګاهک دی.