پاکستان کښې د ملګروملتونو د سوله ساتي ځواکونو غونډه کیږي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ملګروملتونو د سولې ساتنې د پروګرام د غړیو هیوادونو غونډه د پاکستان په کوربه توب ترسره کیږي.
ډان نیوز خبري سایټ راپور ورکړی د ملګروملتونو د سوله ساتي ځواکونو د امنیت او د ایمن په نوم سره د ملګروملتونو د سوله ساتنې د غړیو هیوادونو غونډه به له سبا څخه تر دوو ورځو پورې د پاکستان په پلازمینې اسلام اباد کې جوړه شي.
خبري سرچیننو په دې خبرې سره چې پاکستان او جاپان په ګډه د دغه غونډې کوربه توب پرغاړه لري وویل دغه غونډه د اسلام اباد د نړیوالې سولې او د ثبات په مرکز کښې ترسره کیږي او ګډون کونکي هیوادونه به د ملګروملتونو د سولې د ساتنې په پروګرام کښې د ملګرتیا د پیاوړتیا د لارو چارو او پروګرامونو په زمینه کښې بیلابیل سیمنارونه ، ورکشاپونه او روزنې وکړي.
د پاکستان دفاع وزیر دغه دوه ورځنۍ غونډې ته وینا وکړي.
پاکستان په سیاسي او عملیاتي سویه د ملګروملتونو د سوله ساتي ځواکونو په زمینه کښې یو فعال لوبغاړی دی او دغه هیواد د ملګروملتونو د سوله ساتي ځواکونو لپاره د عسکرو د استولو یو ستر ګاهک دی.