پېښور کې افغانه نجلۍ له جنسي تېري وروسته وژل شوې
د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې خبر ورکړی، چې یوه شپږ کلنه افغانه نجلۍ د ناڅرګندو کسانو له جنسي تېري وروسته وژل شوې ده.
د تاند ویب پاڼې د خبر له مخې، ورځپاڼې د پولیسو په حواله ویلي، چې دغه ماشومه د سې شنبې ورځې په ماښام لادرکه او جسد یې د چهارشنبې په ورځ د ګنیو په پټي کې پيدا شوی.
د ورځپاڼې په باور، د لومړنیو معلوماتو له مخې پر دغې نجلۍ له وژلو مخکې جنسي تیری هم شوی دی.
تراوسه د پېښې لامل او انګیزه نه ده معلومه.
څه موده مخکې په اسلام آباد کې هم پر یوې افغانې نجلۍ د جنسي تېري او بیا یې د وژل کېدو خبر ورکړل شوی وو.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، سلګونه زره افغانان هېواد پرېښودو او ګاونډیو هېوادونو ته په تلو مجبوره شول، چې وخت په وخت ورسره د ورته پېښو ترڅنګ، د پولیسو د ناوړه چلند خبرونه ورکول کېږي.