د پاکستان د مذهبي چارو وزیر په وحدت ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i138012
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د مذهبي چارو وزیر انیق احمد په هیواد کښې د اسلامي مذهبونو کوټلتیا ناشلیدونکي وبلله او ټینګار یې وکړ د شیعه او د سني وحدت یوه سټراټيژیکه چاره ده.
(last modified 2023-09-03T13:12:19+00:00 )
Sep 03, 2023 16:12 Asia/Kabul
  • د پاکستان د مذهبي چارو وزیر په وحدت ټینګار وکړ

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د مذهبي چارو وزیر انیق احمد په هیواد کښې د اسلامي مذهبونو کوټلتیا ناشلیدونکي وبلله او ټینګار یې وکړ د شیعه او د سني وحدت یوه سټراټيژیکه چاره ده.

د پاکستان د مذهبي چارو وزیر انیق احمد په کراچۍ ښار کښې د شیعه مسلمانانو له مهمو مشرانو سره په کتنه کښې په هیواد کښې د اسلامي مذهبونو د پیروانو د دښمن پیژندنې او د وحدت  ضد عناصرو پرضد د ویښتیا پرضرورت ټینګار وکړ.

د پاکستان له شیعه علماو سره د انتقالي حکومت د  مذهبي چارو د وزیر انیق احمد کتنه د حسیني اربعین په درشل کښې په داسې حال کښې کیږي چې له تیرو څو ورځو راهسې د پاکستان په شمال کښې په ګلګت و بلتستان سیمه کښې د سرزورو عناصرو خوځښتونو د پاکستان د شیعه مسلمانانو اندیښنه راپارولي ده.

د پاکستان په شمال کښې په ګلګت و بلتستان صوبې کښې د سولې د فضا د خرابولو په هدف سره د ځینو سرزورو عناصرو له خوځښتونو وروسته حکومت په ښارونو کښې د هر ډول ناوړه پیښو د رامینځته کیدا د مخنیوي لپاره د بلواضد او د پوځي ځواکونو د دیره کیدا حکم ورکړ.

پاکستان کښې سیاسي څارونکي باوري دي د هیواد په شمالي سیمو په تیره بیا اسکردو سیمه کښې د اسلامي مذهبونو د پیروانو ترمینځ د سولې او د ورورګلوۍ مخینې ته په پام سره مذهبي سپیڅلتیاو ته د سپکاوي د قوانینو په ارتباط له لایحو څخه د ځینو تش په نامه د مذهبي ډلو ناوړه استفاده ممکنه ده د ټولنې د بیلابیلو  پرګنو په سوله ئیز ډول ژوند کولو او وحدت ته تاوان ورسوي.