چترال کې ۴ پاکستاني سرتېري او ۱۲ ترهګر وژل شوي
Sep 07, 2023 03:00 Asia/Kabul
پاکستاني چارواکي وایي، ترهګرو د چترال په سیمه کې په دوو سرحدي پوستو بریدونه وکړل چې د امنیتی ځواکونو په ډزو کې ۱۲ ترهګر ووژل شول، خو په دې پېښه کې څلور د دوی سرتېرې هم وژل شوي دي.
پاکستاني چارواکي وایي، ترهګرو د چترال په سیمه کې په دوو سرحدي پوستو بریدونه وکړل چې د امنیتی ځواکونو په ډزو کې ۱۲ ترهګر ووژل شول، خو په دې پېښه کې څلور د دوی سرتېرې هم وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګه وايي، چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر په ۶ مه په عصري وسلو سمبال ترهګرو یوې لویې ډلې د چترال ولسوالۍ په جنرال کالاش سیمه کې د پاکستان او افغانستان پولې ته څېرمه پر دوو پاکستاني پوځي پوستو برید وکړ.
د آئي ايس پي آر وينا ده چې په دغه نښته کښې لږ ترلږه 12 ترهګر او څلور پاکستاني پوځيان وژل شوي دي.
ټیګونه