پاکستان د افغانستان له خاورې د احتمالي بریدونو په هکله اندیښنه وښودله
Sep 10, 2023 04:13 Asia/Kabul
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوځل بیا د افغانستان له خاورې د ترهګرو حملو له ګواښه اندیښنه څرګنده کړه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوځل بیا د افغانستان له خاورې د ترهګرو حملو له ګواښه اندیښنه څرګنده کړه.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، د پاکستان د خارجه وزارت ویاندې زهرا بلوچ پرون په یوې خبري غونډې کښې وویل: اسلام آباد د خپل هیواد په سرحدي پوسټو باندې له ترهګرو بریدونو اندیښمن دی.
دغه ویاندوې دې ټکي ته په اشارې سره چې په افغانستان کښې ډیره اندازه وسله د ترهګرو لاس ته ورغلې ده، وویل: پاکستان د افغانستان له خاورې ګواښل کیږي.
هغې وویل چې پاکستان د کابل له چارواکو سره خپله اندیښنه شریکه کړې ده او صلاح مشورې یې دوام لري.
ټیګونه