پاکستان په افغانستان کښې د ترهګرو په شتون اندیښمن دی
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د موقته حکومت د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني په افغانستان کښې د داعش او د تحریک طالبان پاکستان ډلې د ګواښونو زیاتیدل د اسلام اباد تر ټولو ستره اندیښنه وبلله.
هغه د نیویارک د اسیايي ټولنې په غونډې کښې په وینا کښې وویل حاضردمه د پاکستان تر ټولو ستره اندیښنه د داعش او د تحریک طالبان پاکستان د ترهګرو ډلو د ګواښونو زیاتیدل او په تیره بیا په پاکستان باندې د حملې لپاره د افغانستان له خاورې په استفادې کولو کښې د دغو ډلو د وس پیاوړي کیدل دي.
جلیل عباس جیلاني وویل پاکستان د ترهګرۍ د ښکارندې په هکله په افغانستان کښې د طالبانو له حکومت سره په ارتباط کښې دی او مونږ له ترهګرو سره مبارزې کولو او هغوې ته ماتي ورکولو ته ژمن یوو.
د پاکستان د موقته حکومت خارجه وزیر جلیل عباس جیلاني وویل مونږ ټینګار کوو چې ترهګرې ډلې هڅه کوي چې په افغانستان کښې خپل ځانونه پیاوړي کړي او دغه کار باید د ګاونډیو هیوادونو او د ټولې نړیوالې ټولنې لپاره د یوه ګواښ په توګه وګڼل شي.
جلیل عباس جیلاني وویل پاکستان په افغانستان کښې د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ په هکله د اندیښنو په څرګندولو کښې له نړیوالې ټولنې سره غږمله دی او مونږ به د ښځو د حقوقو ، د انجلیو د زده کړې او د ښځو د کار کسب په شان مسائیل د افغانستان له طالبانو سره مطرح کړو.