د پاکستان بې درکه شوی خبریال عمران ریاض خان پیدا شو
Sep 25, 2023 03:57 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پنجاب صوبې د سیالکوت پولیسو نن سهار وختي وویل بې درکه شوی خبریال عمران ریاض خان چې څلور میاشتې بې درکه و روغ رمټ پیدا شوی او اوس له خپلې کورنۍ سره دی.
د پاکستان د ټيلي ويژن کوربه او او خبریال عمران ریاض خان په هیواد کښې د مي د میاشتې په نهمه نیټه د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان له نیول کیدا وروسته په ټول هیواد کښې د اعتراضونو له پیلیدا دوه ورځې نیول شوی و.
ویل کیږي چې د پاکستان جاسوسۍ ادارې ايي ایس ای هغه تښتولی او نامعلوم ځای ته یې انتقال کړی و.
ټیګونه