پاکستان صهیونیسټي رژيم هیڅکله هم په رسمیّت نه پيژني
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i139218-پاکستان_صهیونیسټي_رژيم_هیڅکله_هم_په_رسمیّت_نه_پيژني
د پاکستان خارجه وزیر ټينګار کړی دی چې فلسیطینیان باید خپل برخلیک پخپله وټاکي،د فلسطین د موضوع یوازینئ حل لاره د یوه خپلواکه هیواد جوړیدا ده او قدس باید د فلسطین پلازمینه شي.
(last modified 2023-09-29T04:12:16+00:00 )
Sep 29, 2023 08:38 Asia/Kabul
  • پاکستان صهیونیسټي رژيم هیڅکله هم په رسمیّت نه پيژني

د پاکستان خارجه وزیر ټينګار کړی دی چې فلسیطینیان باید خپل برخلیک پخپله وټاکي،د فلسطین د موضوع یوازینئ حل لاره د یوه خپلواکه هیواد جوړیدا ده او قدس باید د فلسطین پلازمینه شي.

د پاکستان خارجه وزیر په یوه خبری کنفرانس کې ووئيل،  اسلام اباد د صهیونیسټي رژيم  د په رسمیّت پيژندنې لپاره هیڅ پروګرام نه لري او  په دغه باب به  دبل هیوادهیڅکله پيروي ونه کړي.

زمونږ خبریال د ایکنا له قوله راپور راکړ، د پاکستان  موقته خارجه وزیر جلیل  عباس جیلاني  په یوه خبری کنفرانس کې ووئيلو  هیواد ئې  له صهیونیسټي رژيم سره  داړیکو د عادي کولو لپاره هیح  پروګرام نه لري او د فلسطین د  ملت په باب د پاکستان پالیسي روښانه ده .

 هغه روښانه کړې ده چې پاکستان  به د صهیونیسټ رژیم  د رسمیّت پيژندنې په باب دهیڅ یوه ثالث هیواد پیروي ونه کړي او د پاکستان لپاره د فلسطین او کشمیر  مسلې یوه مسئله ده .

د پاکستان خارجه وزیر ټينګار کړی دی چې  فلسیطینیان باید خپل برخلیک پخپله وټاکي،د فلسطین د موضوع یوازینئ حل لاره  د یوه خپلواکه   هیواد جوړیدا  ده او قدس باید د فلسطین پلازمینه شي.