د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د پاکستان ګواښ عملي نه دی
یو افغان کارپوه وویل چې له پاکستانه د یو میلیون افغان کډوالو د ایستلو په هکله د اسلام آباد د حکومت ګواښ نه عملي کیږي.
د اسلام آباد حکومت پورن وویل چې په پاکستان کښې موجود ټول غیرقانوني افغان کډوال باید د نومبر تر اولې نیټه له دغه هیواده ووځي.
په دې لړ کښې افغان کارپوه «ترمذی سادات» وویل: تر راتلونکې میاشتې د یو میلیون افغان کډوالو په زوره د ایستلو خبره، له امریکې، اروپايي هیوادونو او طالبانو د کلنک اخیستو لپاره د اسلام آباد یو تاکتیک دی.
افغان خبریال سمیع یوسفزي هم ویلي دي، تر راتلونکې میاشتې پورې د لکونو افغان کډوالو د ستنولو لپاره د پاکستان پروګرام ناشونی او بیخي غیرحقیقي دی.
هغه په دې خبرې سره چې په افغانستان باندې د طالبانو له واکمنیدو راهیسې ۷ لکه کسان پاکستان ته کډه شوي دي، زیاته کړه: اوس که پاکستان دغه کسان په زور اوباسي نو دا به د بشري حقوقو د سترو نیوکو لپاره په یو پڅرکي بدل شي.