د غیر قانوني کډوالو په ایستلو کې جوړجاړی نه کوو
Oct 15, 2023 01:58 Asia/Kabul
د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر «سرفراز بګټي» ویلي، چې د افغان کډوالو په ګډون به له دغه هېواد څخه د غیر قانوني کډوالو د ایستلو د پرېکړې په برخه کې هېڅ جوړجاړی ونه شي.
د کلید ګروپ د خبر له مخې، نوموړي ویلي، چې د غیر قانوني کډوالو د ایستلو پالیسي یوازې د افغان کډوالو لپاره نه ده، بلکې ټول هغه کسان به د اکټوبر له پای ته رسېدو وروسته، له پاکستان څخه وایستل شي، چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نهلري.
د پاکستان سرپرست حکومت د اکټوبر په پیل کې ۱.۷ میلیونه افغان کډوالو ته خبرداری ورکړ چې د دې مېاشتې تر پایه له پاکستان څخه ووځي او که داسې ونه کړي، په زور به یې وباسي.
ټیګونه