له پاکستان څخه افغانستان ته د ځینو سوداګریزو توکو د لېږد مخنیوی
اسلام اباد اعلان کړی چې افغانستان ته د پاکستان له لارې په ازادو اوبو کې لېږدول کېدونکي توکي باید بیا ځل صادر شي.
اسلام اباد اعلان کړی چې افغانستان ته د پاکستان له لارې په ازادو اوبو کې لېږدول کېدونکي توکي باید بیا ځل صادر شي.
تر دې مخکې پاکستاني رسنیو اعلان کړی و، چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ټرانزیټي سوداګرۍ د تړون له مخې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت افغانستان ته د ۲۱۲ توکو پر صادراتو بندیز لګولی دی.
د ځوانو ژورنالیستانو کلب په وینا؛ د پاکستان د سوداګرۍ وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې افغانستان ته د ځینو سوداګریزو توکو پر لېږد د بندیز په اړه اعلان وکړ.
په دغه خبرپاڼه کې راغلي، هغه مالونه چې د پاکستان له لارې په ازادو اوبو کې افغانستان ته لېږدول کېږي، باید د بیا صادریدو اجازه ورکړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې په خبرپاڼه کې د منع شویو توکو نوملړ نه دی ذکر شوی.
اسلام اباد د افغان طالبانو حکومت د پاکستان د تحریک طالبان ډلې په ملاتړ تورنوي، خو طالبانو دا ادعا رد کړې ده.
په تېرو دوو کلونو کې پاکستاني طالبانو په دغه هېواد کې تر ټولو ډېر ترهګریز بریدونه کړي دي.