بلوچستان کښې د پاکستان پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې
(last modified Thu, 02 Nov 2023 01:35:38 GMT )
Nov 02, 2023 06:05 Asia/Kabul
  • بلوچستان کښې د پاکستان پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پنځه پولیس ځواکونه په بلوچستان صوبه کښې په یوې پوسټې باندې د وسله والو په برید کښې وژل شوي دي.

د پاکستان پنځه پولیس ځواکونه په بلوچستان صوبه کښې په یوې پوسټې باندې د وسله والو په برید کښې وژل شوي دي.

د آوا خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د بلوچستان ایالت په تربت سیمه کښې د نصیر آباد د پولیسو په مرکز باندې د وسله والو په حمله کښې پنځه پولیس وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

د دوشنبې په ورځ هم د بلوچستان صوبې په "آواران" سیمه کې د پاکستاني پوځ په عملیاتو کې دوه ترهګر او دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي وو.