پاکستان د کډوالو د هستوګنې موده تمدید کړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i141414-پاکستان_د_کډوالو_د_هستوګنې_موده_تمدید_کړه
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان حکومت وویل د افغانستان د کابو یو اعشاریه څلور میلیونه پناه غواړو د هستوګنې موده یې تمدید کړي ده.
(last modified 2023-11-12T03:25:06+00:00 )
Nov 12, 2023 07:45 Asia/Kabul
  •  پاکستان د کډوالو د هستوګنې موده تمدید کړه

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان حکومت وویل د افغانستان د کابو یو اعشاریه څلور میلیونه پناه غواړو د هستوګنې موده یې تمدید کړي ده.

د ملګروملتونو د راپور پراساس حاضردمه په پاکستان کښې د افغانستان درې اعشاریه پینځه میلیونه  کډوال ژوند کوي چې یوازې یو اعشاریه څلور میلیونه یې د وسیدو قانوني سندونه لري.

د پاکستان حکومت د اکتوبر میاشتې په لومړیو کښې هغو ټولو خارجي مهاجرینو ته چې په غیر قانوني ډول په دغه هیواد کښې وسیږي مهلت ورکړی و چې د نوامبر د میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې له هیواده ووځي ګڼي دوې به ونیول شي او وروسته به بیا وویستل شي او د دوې شتمنۍ به هم کنګل شي.

د پاکستان حکومت پرون وویل د افغانستان د کابو یو اعشاریه څلور میلیونه کسانو د هستوګنې موده چې د قانوني هستوګنې د سندونو نیټه پاې ته رسیدلي وه د روان میلادي کال تر پاې پورې تمدید کړي ده.

د پاکستان حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل د افغانستان د پناه غواړو لپاره د صادرو شویو کارتونو نیټه یې د روان میلادي کال د دسمبر د میاشتې تر یودیرشمې نیټې پورې تمدید کړي ده.