دپاکستان مرکزی بانک ایران ته دآمونو دصادریدا په باب شنه اشاره ورکړه
دپاکستان خبری سرچینو ویلی دی ، دایران په ضد له تجارتی او اقتصادی بندیزونو لغوه کیدو وروسته په نوو شرائطو کې ایران ته دآمونو دصادراتو دموضوع په باب دپاکستان دمیوو او سبزیانو د صادراتو او وارداتو ټولنې په همداوروستیو دپاکستان له مرکزی بانکه ددغه شان اجازت ورکولو غوښتنه کړې وه او مرکزی بانک هم اعلان کړی چې په دې زمینې کې هیڅ مشکل نشته
ایرنا خبری آژانس راپورورکړی له دې مخکې دپاکستان تاجرانو او اقتصادی او تجارتی اورګانونو ایران ته دخپلو شیانو دصادراتو لپاره دبانکی مبادلاتو په باب یو لړ اندیښنې درلودې ، خو اوس دپاکستان مرکزی بانک دمیوو او سبزیانو صادرونکو او واردونکې ټولنې ته ویئلی دی ، چې له ایران سره دمعاملې لپاره هیڅ ډول اندیښنې نشته او خپل دغه کار بیا پیلولی شی
ایران دپاکستان دآمونو اوځینو نورو میوو لپاره یو غوره او ښه بازار دی او ددغه راپورپه اساس تمه کیږی سږکال له پاکستانه ایران ته کابو شل زره ټنه آمونه صادر شی .
همداراز دپاکستان بیزنس رکارډر اقتصادی خپرونې راپورورکړی ، اټکل کیږی چې پاکستان له دې وروسته هرکال ایران ته تر پنځوس زره ټنه آمونه صادر کړی چې دپاکستان لپاره به دپام وړ عایدات په ځان پسې ولری .