له پاکستانه د ایستل شویو افغانانو ۶۰ سلنه یې ماشومان دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i142044-له_پاکستانه_د_ایستل_شویو_افغانانو_۶۰_سلنه_یې_ماشومان_دي
د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا (یونیسف) وايي چې له پاکستانه د ایستل شویو په ډله کې شا و خوا ۶۰ سلنه یې ماشومان دي.
(last modified 2023-11-24T04:10:35+00:00 )
Nov 24, 2023 08:37 Asia/Kabul
  • له پاکستانه د ایستل شویو افغانانو ۶۰ سلنه یې ماشومان دي

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا (یونیسف) وايي چې له پاکستانه د ایستل شویو په ډله کې شا و خوا ۶۰ سلنه یې ماشومان دي.

د آزادۍ راډیو د خبر له مخې، یونیسف ویلي چې په سرحدي سیمو کې د ماشومانو لپاره د روغتیايي او خوندیتوب خدمتونو د وړاندې کولو لپاره دوی حضور لري.

پاکستان له دغه هېواده د بې اسناده افغانانو د ایستلو بهیر د نوامبر میاشتې له لومړۍ نېټې پیل کړ.

د ژمي په درشل کې، د پاکستان دغه اقدام د راستنېدونکو افغانانو د وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

بېلابېل سازمانونه وايي، د نوامبر له لومړۍ نېټې څخه له پاکستانه له څلور لکو ډېر بې اسناده افغانان اېستل شوي دي.