له پاکستانه د ایستل شویو افغان کډوالو شتمنۍ مصادره کېږي
د بشري حقونو د څار سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې پاکستان له هېواده د افغان کډوالو له ایستلو وروسته د هغوی شتمنۍ کنګل کړې او مصادره کړې دي.
د بشري حقونو د څار سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې پاکستان له هېواده د افغان کډوالو له ایستلو وروسته د هغوی شتمنۍ کنګل کړې او مصادره کړې دي.
د بشري حقونو د څار ادارې د چهارشنبې په ورځ په یوه راپور کې ویلي چې پاکستاني چارواکو د افغان کډوالو پر وړاندې پراخې سرغړونې کړې دي، د دغه راپور له مخې د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې پاکستاني پولیسو د افغان کډوالو شتمنۍ او کورونه ړنګ کړي دي.
د بشري حقونو د څار د آسیا مشرې "ایلین پېرسن" هم په دغه راپور کې ټینګار کړی، چې د پاکستان د موقت حکومت چارواکو په خطرناکو شرایطو کې د ۱.۷ میلیونو افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره فضا رامنځته کړې ده.
د بشري حقونو د څار سازمان د راپور له مخې، پاکستاني پولیس د شپې پر مهال د کډوالو پر کورونو بریدونه کوي هغوی وهي ډبوي، ګواښي او بندیان کوي یې.
د بشري حقونو د څار ادارې ویلي، چې پاکستاني پولیسو له افغان کډوالو سره په معاملو کې رشوت هم غوښتی، ګاڼې، حتی د افغانانو څاروي او نور ملکیتونه یې ضبط کړي او کورونه یې ورله په بلدوزرونو ویجاړ کړي دي.