پاکستان وویل: ایران یو امن او مطئن ګاونډی د ے
د پاکستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر د ایران اسلامی جمهوریت د دوو اړخیزو اقتصادی ملګرتیاو د پراختیا لپاره یو امن او مطمئن ګاونډی وبلۀ
د اېرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې د پاکستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر قمر زمان کائره د ایران په جنوب ختیځ کښې د چابهار بندر د پراختیا له موافقه لیک سره د دغه هېواد له یوځاے کېدو څخه په هرکلی سره وویل، د ایران د چابهار او د پاکستان د ګوادر د بندرونو پراختیا کولې شی د یو بل ترڅنګه په سیمه کښې یو ستر اقتصادی او تجارتی قطب رامنځته کړی.
هغۀ د ایرانی بندرونو پراختیا په خپلواکه توګه یا د نورو هېوادونو په ملګرتیا او پانګونو سره د ایران قانونی حق وبله او زیاته یې کړه د ایران په خلاف د نړیوالو بائیکاټونو په لغو کېدو سره پاکستان په تېره بیا د ګېسو د پائپ لائن د طرحې د تکمیل او اجرا په زمینه کښې له ایران سره د ملګرتیاو غوښتونکے دے.
---------