په کویټه کښې یو پاکستانی پولیس ووژل شو
Jun 13, 2016 10:27 Asia/Kabul
د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه ښار کښې په سریاب روډ باندې د نامعلومو کسانو په ډزو کښې یو پولیس افسر وژل شوی دی.
پاکستانی پولیسو ویلی چې انسپکټر شبیر احمد په کویټه کښې خپل دفتر ته روان و چې په سریاب واټ کښې ورباندې ډزې وشوې. نوموړی د پولیسو د ترهګرۍ ضده یونټ غړی و.
پولیس وائی چې د پیښې له ځایه یې شواهد راغونډ کړی او تحقیقات یې پیل کړی دی.