له افغانستان څخه پاکستان ته د ناقانونه توکو واردول زموږ د هېواد اقتصاد زیانمن کړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i144152-له_افغانستان_څخه_پاکستان_ته_د_ناقانونه_توکو_واردول_زموږ_د_هېواد_اقتصاد_زیانمن_کړی
د پاکستان سرپرست لومړی وزیر انورالحق کاکړ ویلي، چې له افغانستان څخه پاکستان ته د قاچاقي او ناقانونه توکو واردول د دغه هېواد اقتصاد زیانمن کړی دی.
(last modified 2024-01-02T07:43:31+00:00 )
Jan 02, 2024 12:10 Asia/Kabul
  • له افغانستان څخه پاکستان ته د ناقانونه توکو واردول زموږ د هېواد اقتصاد زیانمن کړی

د پاکستان سرپرست لومړی وزیر انورالحق کاکړ ویلي، چې له افغانستان څخه پاکستان ته د قاچاقي او ناقانونه توکو واردول د دغه هېواد اقتصاد زیانمن کړی دی.

د انورالحق کاکړ مطبوعاتي دفتر ویلي، چې د قاچاق مخنیوي لپاره باید د تورخم، چمن، غلام خان او د پاکستان په نورو پولو کې د بار وړونکو موټرو د څارنې سیسټم پیاوړی شي.

انورالحق کاکړ د دغه هېواد چارواکو ته امر کړی چې د سوداګریزو توکو په قاچاق کې لاس لرونکي کسان پیدا او مجازات کړي.

د پاکستان د موقت حکومت لومړي وزیر همداراز د افغانستان د ټرانزیټي سوداګرۍ تړون ATTA) ) پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

د یادونې وړ ده چې پاکستان نه یوازې له افغانستان څخه د مالونو له قاچاق سره مخ دی؛ بلکې له چین، هند او ایران څخه هم ناقانونه واردات دغه هېواد له ستونزو سره مخ کړی دی.

په ورته وخت کې، د توکو قاچاق د زیاتوالي لامل د مالیاتي او ګمرکي تعرفو لوړه کچه بلل کېږي، چې د پاکستان د حکومت لخوا وضع شوی دی.