پاکستان د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژني
د جمعیت علمای پاکستان مشر څرګنده کړه: پاکستان د نړیوال نظام یوه برخه ده او له نورو هیوادونو مخکښې به په افغانستان کښې د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پيژني.
د جمعیت علمای پاکستان مشر څرګنده کړه: پاکستان د نړیوال نظام یوه برخه ده او له نورو هیوادونو مخکښې به په افغانستان کښې د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پيژني.
مولانا «فضلالرحمان» چې په دې وروستیو کښې یې په کابل کښې د طالبانو د حکومت له جګپوړو چارواکو سره ملاقاتونه کړي دي، د افغانستان له ملي ټیلیویژن سره په مرکه کښې یې د دې پوښتنې په ځواب کښې چې اسلام آباد ولې د طالبانو د منلو په لړ کښې اقدام نه کوي؟ وویل: پاکستان هم د نړیوالې ټولنې یوه برخه ده او غواړي له نړۍ سره مل تګ وکړي. هغه زیاته کړه: که پاکستان په یوازې سر د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژني نو ښايي نورې ستونزې راولاړې شي.
هغه له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د موضوع په هکله هم وویل چې دواړه هیوادونه باید په دې برخه کښې ملګرتیا او غږملتیا ولري ترڅو کډوال له ستونزو سره مخامخ نه شي.
د ویلو ده چې مولانا فضل الرحمان تیره اونۍ د پاکستان او افغانستان ترمینځ د شخړې کمولو په موخه کابل ته تلی و او هلته یې د طالبانو له لوړرتبه چارواکو سره ملاقاتونه وکړل.