د تورخم د پولې په نښته کښې پاکستانی مېجر ووژل شو
Jun 14, 2016 10:48 Asia/Kabul
د پاکستان د فوځ یو چارواکی مېجر علی جواد چنګیزی چې د تورخم په پرونۍ جګړه کښې زخمی ؤ مړ شو.
د پاکستانی رسنیو د رپوټ له مخې مېجر علی جواد چنګیزی چې پرون د تورخم په پوله کښې د افغانستان او پاکستان د ځواکونو په نښته کښې زخمی شوے ؤ مړ شو.
د رپوټ له مخې مېجر چنګېز د کوئټې اوسېدونکے او له هزاره قوم څخه ؤ.
د مېجر علی جواد چنګیزی د مړی کوئټې ته له وړلو او دفنولو مخکې په پېښور ګریژن کښې د جنازې نمونځ ادا کړے شو. د جنازې په نمانځه کښې د پاکستان د فوځ مشر جنرل راحیل شریف او نورو ګڼ شمېر فوځی ، حکومتی او سیاسی مشرانو او شخصیتونو ګډون وکړ.
ټیګونه