په بلوچستان کې په زندان د ترهه ګرو حمله ناکامه شوه
ترهه ګرو د جیل په مرکزی دروازې او دیوال د راکټونو حمله وکړه خو د حکومتی عسکرو په ځوابی حمله کی ۵ ترهه ګر هلاک شول . په دغه حمله کی همداراز دوه پولیس هم وژل شوي او د یوه ماشوم په شمول څلور کسان ژوبل شوي هم دي .
د پاکستان د ډان ورځپاڼۍ له راپور سره سم د بلوچستان په مچ زندان د بلوچ لبریشن ارمی د ترهه ګرې ډلې حمله پاکستاني عسکرو ناکامه کړی ده . دغه راپور زیاتوی چی ترهه ګرو د جیل په مرکزی دروازې او دیوال د راکټونو حمله وکړه خو د حکومتی عسکرو په ځوابی حمله کی ۵ ترهه ګر هلاک شول . په دغه حمله کی همداراز دوه پولیس هم وژل شوي او د یوه ماشوم په شمول څلور کسان ژوبل شوي هم دي .
سرچینې وایی چی د ترهه ګرو د حملې په اړه له مخکې معلومات وو ځکه حکومتي عسکر له مخکې د ترهه ګرو لپاره مورچې نیولې وې .
په دې وروستیو کې په پاکستان کی د ترهه ګرو حملې په اوڅاره توګه زیاتې شوي دي .