عمران خان  ته د لس کاله بند سزا
(last modified Wed, 31 Jan 2024 11:26:55 GMT )
Jan 31, 2024 15:56 Asia/Kabul
  • عمران خان  ته د لس کاله بند سزا

د پاکستان احتساب محکمې د دغه هیواد تیر وزیراعظم عمران خان او پخوانی خارجه وزیر شاه محمود قریشي د محرمانه اسنادو د ایشوا کولو په تور په ۱۰ کلن بند محکوم کړل.

د قضايي مراجعو له خوا د محرمانه اسنادو د ایشوا کونې د دوسسې له څو میاشتنۍ څیړنې وروسته، محکمې  د پاکستان د تیر حکومت او د تحریکِ پاکستان دوه جګ پوړي چارواکي مجرم پيژندلي او په لس کاله بند یې محکوم کړل.

د تحریکِ انصاف جګ پوړي او د عمران خان د حقوقي ټیم مشر سینیټر علي ظفر، د محکمې حکم یواړخیز وباله او ویې ویل چې دغه حکم په ډیر زر په سپریم کورټ کښې چیلنج کړي. د فرورۍ د میاشتې د انتخاباتو په درشل کښې ممکنه ده په پاکستان کښې ځینې سیاسي ټولنې دغه حکم سیاسي وباله ځکه چې د هغه ورین تندي او خلاص لاس په پرتله چې قضايي ادارې د پاکستان د پخواني وزیراعظم محمد نواز شریف د مالي فساد او له حکومتي خدماتو د ناوړه استادي او سیاسي کاریو د احکامو په وړاندې وښوده، د عمران خان خلاف له صادر شویو احکامو سره د پرتلې وړ نه دی.

د سیاسي چارو کارپوه عباس فیاض په دې هکله وايي: په پاکستان کښې قضايي اداره یوه خپلواکه اداره ګڼله کیږي. خو تحریکِ انصاف د خپلو جګپوړو چارواکو خلاف د صادر شویو احکامو په هکله اعتراض څرګند کړی او په عین حال کښې په سراسري انتخاباتو کښې له ګډونه د عمران خان بې برخې کیدل به تحریکِ انصاف ته یو ستر ګوذار وي چې په انتخاباتو کښې د سیال په توګه ګډون ونه کړې شي.

له دې مخکښې د پاکستان تحریکِ انصاف مشرانو د عمران خان د محاکمې په بهیر باندې په سخت اعتراض سره ټینګار کړی و چې په محکمه کښې د خپلې دفاع په لړ کښې د یو خصوصي وکیل د لرلو لپاره د دغه هیواد تیر وزیراعظم او خارجه وزیر ته هیڅ اسانتیاوې نه دي ورکړې شوې.

تحریک انصاف چې په خیبر پښتونخوا کښې یو صوبايي ګوند و، د پوځ او عدلیې په ملاتړ چې له وزیراعظمۍ د نواز شریف د څنګته کیدو لامل شوې، ډېر ژر په یوه ملي ګوند بدل شو. خو له امریکې سره په ځانګړې توګه د یوکرین په جګړه کښې د عمران خان مخالفت د دې لامل شو چې عمران خان په پارلمان کښې په رایه اخیستنې سره له واکه لرې کړی شي او اوس د هغه په ​​زنداني کېدو سره ویلی شو چې تحریک انصاف ښايي د پاکستان د ملي سیاست له صحنې لرې شي.

ځکه چې د پاکستان په سیاسي ټولنه کې داسې انګیړنه وه چې په ملي سیاسي ډګر کې د تحریک انصاف شتون د مسلم لیګ نواز او پیپلز ګوندونو د دوه قطبي فضا د ماتولو په معنا دی. په دې وجه او د عمران خان په زنداني کیدو او په راتلونکو ټاکنو کښې د تحریکِ انصاف د موقعیت په سخت کمزوري کیدو سره ویلې شو چې د انتخاباتو د دوه قطبي کیدو او د مسلم لیګ او پیپلز د سیالۍ د سختیدو لپاره میدان دوباره تیار شوی دی. که څه هم داسې ښکاري چې په انتخاباتو کښې د مسلم لیګ نواز د بریا لپاره فضا او شرایط هم برابر شوي دي ترڅو د محمد نواز شریف په احتمالي وزیراعظمۍ سره هغه د پاکستان د سیمه ایزو او نړیوالو ننګونو د هوارولو کوشش وکړي.

په هم دې وجه تحریکِ انصاف تل د دغه ګوند د غړو خلاف د خپلې خوښې د کړنلارې او د پاکستان په راتلونکو انتخاباتو کښې د هغوي د شتون د مخنیوي لپاره له کارړنګونې څخه سخته اندیښنه څرګنده کړې ده.

دې ته پام سره چې عمران خان د مالي، سیاسي او امنیتي فساد د ګڼو دوسیو په تور په جیل کښې دی، دا احتمال هم ډیر دی چې په دغو دوسیو کښې هم له قضايي حکمونو سره مخامخ شي. په دې وجه داسې ښکاري چې د عمران خان حقوقي ټیم د هغه د لس کاله زندان له حکم سره په مخالفت کښې ډیر زر په جدي توګه لاس په کار شي.

په هر حال، داسې ښکاري چې مسلم لیګ نواز و پیپلز دواړوه ګوندونه د عمران خان لپاره د لس کلن قید د حکم او د په انتخاباتو کښې د هغه د ګوند د کمزورې کیدو هرکلی وکړي ځکه چې په دې کار سره د هغوي لپاره د انتخاباتي سیالۍ فضا ساتله کیږي.

*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه